د اروز اپلېکېشن د کارونې شرایط او مقررات
وروستی تازه کول: ۳۰ سرطان ۱۴۰۵
د اروز اپلېکېشن کارول د لاندې شرایطو او مقرراتو د لوستلو، درک کولو او بشپړ منلو په معنا دي.
۱. د شرایطو منل کاروونکی د حساب په جوړولو یا د اروز د خدمتونو په کارولو سره د دې اپلېکېشن ټول شرایط او مقررات مني.
۲. د هویت تثبیت کاروونکی ژمنه کوي چې سم، بشپړ او کره معلومات وړاندې کړي. اروز حق لري چې د قانوني اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر وخت له کاروونکي څخه اضافي معلومات یا اسناد وغواړي.
۳. قانوني استفاده کاروونکی ژمنه کوي چې د اروز خدمتونه یوازې د قانوني موخو لپاره وکاروي. هر ډول درغلي، د پیسو مینځل، د ناقانونه فعالیتونو تمویل، د خدمتونو ناوړه ګټه اخیستنه او د نافذه قوانینو سرغړونه منع ده.
۴. د حساب امنیت د تلیفون شمېرې، پټنوم، د تایید کوډونو او د حساب له لارې ترسره شویو ټولو فعالیتونو د خوندي ساتلو مسؤلیت د کاروونکي پر غاړه دی.
۵. راکړې ورکړې کاروونکی مکلف دی چې د راکړې ورکړې تر وروستي تأیید مخکې د پیسو اندازه، ترلاسه کوونکی او ټول معلومات په دقت وڅېړي. له وروستي تأیید وروسته د پیسو بېرته ستنول یوازې د اروز د مقرراتو او نافذه قوانینو له مخې امکان لري.
۶. خوندي تادیه په هغو معاملو کې چې د «خوندي تادیې» خدمت فعال وي، اروز کولی شي د معاملې پیسې د معاملې تر بشپړېدو یا د شخړې تر حل پورې وساتي او وروسته یې د مقرراتو سره سم مستحق لوري ته ورکړي.
۷. د حساب ځنډول یا بندول اروز حق لري چې د مشکوکو فعالیتونو، د مقرراتو د سرغړونې، شکایتونو یا د صلاحیت لرونکو مراجعو د غوښتنې په صورت کې د کاروونکي حساب یا راکړې ورکړې وڅېړي، محدودې یا په موقتي یا دایمي ډول بندې کړي.
۸. د قوانینو رعایت د اروز ټول خدمتونه د د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او د د افغانستان بانک د مقرراتو، لوایحو او لارښوونو سره سم وړاندې کېږي، او ټول کاروونکي د دغو قوانینو او مقرراتو په رعایت مکلف دي.
۹. د شرایطو بدلون اروز حق لري چې هر وخت د قانوني اړتیاوو، امنیت او د خدمتونو د ښه والي لپاره دغه شرایط او مقررات تعدیل یا تازه کړي. د اپلېکېشن دوامداره کارونه د وروستۍ نسخې د منلو په معنا دي.